Rafiq Shinwari

Mohammad Rafiq Shinwari
محمد رفیق شینواری
Genres Ghazals
Classical music
Occupation(s) Singer & Composer
Labels Various

Mohammad Rafiq Shinwari (Pashto: محمد رفیق شینواری) was a singer and composer of Pashto music. Though he also tried his luck with Pashto poetry and wrote a few poems as well but it was his compositions for early Pashto movies that earned him a big name in this field.

A disciple of Hazrat Abdul Sattar Bacha, he was brought to Bacha's abode by his mother as a child in late 1940s from Nangarhar, Afghanistan. Rafiq Shinwari started his career as a Qawali singer of Radio Pakistan Peshawar Studio in 1961. Subsequently he became a household name among the Pashtun population of both Afghanistan and Pakistan in the 1970s and 1980s. He primarily sang the Sufi Poetry of Ameer Hamza Shinwari and Rahman Baba. Himself a Sufi by heart, Ustad Shinwari used to sing in a rare husky voice, which would leave his audience in a state of trance. As a music director some of his Pashto movies include Orbal, Ehsan, Qaidi, Dameena, Topak Zama Qanoon, Iqrar, Naway Da Yawai Shpai, and Khana Badosh.[1]

Out of his two sons, namely, Shaifq and Ghulam Ali, the later committed suicide in 1988 due to unknown reasons.[2]

In 2004, the Rafiq Shinwari Ulasi award was established in his honour.[3]

Muhammad Rafiq Shinwari

Muhammad Rafiq Shinwari was born in Ningarhar, Afghanistan. He was a kid when he migrated with his mother to Peshawar after his father's death. His mother was a religious person, and would take along Rafiq Shinwari when she would visit Hazrat Abdul Sattar Shah Bacha [a pious and greatly revered personality of Peshawar]. Religious upbringing by his mother, and visits to Hazrat Shah Sattar Bacha darbar shaped Rafiq Shinwari's life trajectory in three important ways. First, he got the opportunity to meet Amir Hamza Shinwari, who for all practical purposes became his teacher and mentor. Amir Hamza Shinwari himself was a devout follower of Hazarat Abdul Sattar Shah Bacha, and often visited the darbar. Second, it was at the Sattar Shah Bacha darbar

that the bare essentials of Rafiq Shinwari music career were laid. Rafiq Shinwari while still a kid would regularly sing carols at the darbar with other devotees. Finally, and most importantly as Rafiq Shinwari would say, it was this association with Shah Sattar Shah bacha that nourished and cultivated Rafiq Shinwari's mystic [sufi] inclinations. In the early 1960s, Rafiq Shinwari got the opportunity to sing carols at Radio Station Peshawar. Rafiq Shinwari could not play any musical instrument but was keen to compose music. While once in a while he did compose songs at the Station, it was really in the early 1970s that his career took off and Rafiq Shinwari became the most sought after composer. This was the period that pashto movie production started on regular basis. Rafiq Shinwari composed some of the most memorable songs for scores of pashto movies [e.g., Orbal, Dara Khybar, Ghazi KaKa, Alqa Ghair, Khana Badoosh, Jawargar, Baaghi, Deedan, Lumbay, Abe-e-Hayat, and Badamala, etc]. Rafiq Shinwari was not just a singer or composer, but a person of great character and a sufi. I had the opportunity to meet Rafiq Shinwari twice at his residence in Bala Manrri, Peshawar in 1987 and 1988. On one occasion I asked him as to how he could compose such serene music despite that he did not know playing any musical instrument. To that he responded that it comes out of my heart, and that it is all because of the grace of God and the prayers of Hazrat Abdul Sattar Shah Bacha. At personal level, Rafiq Shinwari was an afflicted man, saddened by the untimely death of his son who for unknown reasons committed suicide. After Rafiq Shinwari death, his wife had to brace another calamity when their second son committed suicide. SOURCE: AnwarGul wrote this biography of Muhammad Rafeeq Shinwari. He interviewed Muhammad Rafeeq Shinwari in 1982 at his residence.

Pashto Singer Remembered Rafiq Shinwari

PESHAWAR: Pashto scholars, poets and vocalists paid rich tributes to renowned composer, singer and poet late Rafiq Shinwari during a function here on Friday evening.

The function was organised by the cultural committee of the Peshawar Press Club in the memory of the composer, who didn’t know how to play a musical instrument himself. The event comprised a seminar and a musical show.

Syed Tahir Bukhari, famous poet and scholar, presided over the seminar, where provincial minister Shah Farman was the chief guest.

On the occasion, the speakers, who included Radio Pakistan’s Abbottabad station director Laiq Zada Laiq, composer AR Anwar, vocalist Mahjabeen Qazalbash, Aziz Ejaz, Shaukat Hussain and others, threw light on the life and work of Rafiq Shinwari. Mr Shinwari was also famous for singing mystic poetry of Hamza Shinwari and composed thousands of songs for Radio Pakistan and Pakistan Television. He had been awarded with presidential award for his work.

Later, famous Pashto vocalists Mahjabeen Qazalbash, Anwar Khyal, Hashmat Sahar and Zafar Iqrar rendered popular numbers composed by Rafiq Shinwari. — Bureau Report

Rafiq Shinwari An Incomplete Story of a Great Artist

مونږچې کله هم دپښتون قام دکلتور دتاريخ پاڼې الوول کوو نو په دغه پاڼوکښې ډير بابونه په نظر راځى چې ورکښې يو ډير ګټه ور او په تول پوره باب دپښتو موسيقۍ دے . دپښتو موسيقۍ وړومبى سرونه چااوچيړل لکه دپښتوټپې دتاريخ ددې خبرې تعين هم بيخى ګران دے . البته داخبره په پوره وثوق سره کيدے شى چې دڅيړنکار دزيار او کړاونو په ترڅ کښې چې دپښتون قام داووۀ زره کلن تاريخ کومې نخښې په لاس راغلى دى په دغه نخښو کښې داخبره جوته ده چې په دغه دوروکښې به هم دغم غلطولو دپاره اتڼونه او محفلونه کيدل سازونه به غږولے کيدل . خودامعلومه نه ده چې دغه سازونه به دکوم نوعيت وو .

ډير سازونه داسې دى چې هغه دوخت تيريدو سره له مينځه تلى دى ددغه سازونو دچيړلو او ددې په ژبه دپوهيدو هڅې دکلونو راسې راروانې دى . دشلمې صدۍ دشروع سره چې کله دباقاعده سرونو دخوندى کولو ابتداء وشوه نو دوړومبى معلوم سندر غاړى اکرم خان نه پس استاد

صحبت خان ،استاد مبين خان ،صبرودانساء ،مهرالنساء ،استادزرخان ،استاد ميراحمدخان او نوروډيرو دپښتو موسيقى سره خپله علاقه ټينګه ولرله. سازونه غږيدل اهنګونه جوړيدل په پښتنه ټولنه کښې خوريدل او هر چاورته په درنه سترګه کتل .

خو ددې موسيقۍ ددې اهنګونو خپله ژبه وه . په دې ژبه دپوهيدو هلې ځلې په هر دور کښې هرچا وکړې او ځان ته ئې په دې حواله نوم پيدا کړو ترکومه حده چې دسراوتال خبره ده نوزمونږ پښتو موسيقى په خپل وړومبى پړاو کښې ترهره حده پورې په اولسى چوکاټ کښې ځائې شوې وه داځکه چې هم دغه اولسى اهنګونه دجذبو ترجمان وو او چې کوم غږ کومه نغمه دجذبو ترجمانى کولے شى نو هم هغه په زړونو کښې لارکوى . په شلمه صدۍ کښې عبدالله جان استاد دغه معتبرنوم دے چې داهنګونو دژبې زده کولو ته ئې په شعورى طور پام لرنه وکړه د پيښور اکبرپورې کلى دنوموړى شاعرګلستان بابا دازوې دورکوټوالى راسې په موسيقۍ مئين ؤ . او چې کله ئې دشعور په درشل قدم کيښودو نو دپلار شعرونه ئې په ترنم سره وئيل . دعبدالله جان استادسره بل يو معتبر نوم دشيرعلى خان استاددے چاچې پښتو موسيقى ته د ژوند لويه برخه وروبخښله چې کله دموسيقۍ مئينان سيوا کيدل نو په پښتنه ټولنه کښې دغه رنګونه خوريدل .

هم په دغو ورځو کښې چې دپاکستان دازادۍ دساعتونو سره سمون خورى دحضرت عبدالستار شاه باچا نوم دتصوف دچشتيه سلسلې په حواله ډير مشهور ؤ هنرمندان به دعقيدت په توګه هلته حاضريدل . قواليانې به ئې وئيلې اوباچاجان به ورته دکاميابۍ دعاګانې کولې . اميرحمزه خان شينوارے څوک چې په دې نزدې کالونو کښې دډيلى نه واپس پيښورته راغلے ؤ دخپل صوفيانه مزاج په وجه ئې دباچاجان لمن نيولې وه اوپه دغه تړون کښې ئې دمعرفت لارې لټولې . حمزه بابا ډير دخوند رباب غږولو نغمې به ئې پکښې الول کولې ځکه نو ورسره دعبدالستار شاه باچا ډيره مينه وه . حمزه بابا ددې نه وړاندې په کال ١٩٤٠ کښې دپښتو دوړومبى فلم ((ليلى مجنون)) باقاعده قيصه اونغمې هم ليکلې وې ددغه فلم ډائريکټر اوهيرو ښاغلے رفيق غزنوى ؤ حبيب جان ورسره هيروئن وه دغه رنګ دحمزه بابا دفن رنګونه په ټول ډيلى کښې خوارۀ شوى وو او دلته ئې دباچاجان ددعا په برکت نوره ځلا موندله .

دباچاخان دربارته دسلسلې چشتيه سره دتړون لرونکو دراتګ سلسله جارى وه يوه ورځ دافغانستان دلارې يوه زنانه دربارته راغله دهغې سره يو ښائسته ماشوم ؤ دباچاجان سلام ئې وکړو او چې کله باچاجان دغه ماشوم ته وکتل نو سينې ته ئې راجوخت کړو په سر ئې ورته دمينې لاس راښکلو. اوماشوم داسې محسوس کړه لکه چې دپلار منګل ئې په سر سيورے شوے وې ځکه چې دماشوم پلار دوړاندې نه وفات شوے ؤ که هرڅويتيم ؤ خو دباچاجان لمن هغه ته پراخه پرته وه هم دغه ماشوم رفيق شينوارے ؤ چې مشرانو ئې په ننګرهار کښې ژوند کړے ؤ . رفيق شينوارے چې څنګه په دربارکښې ورځې شپې سباکولې دصحبت اثر پرې کيدو دوجوديت او شهوديت اثرات ئې قبلول هغه چې کله په ((وجد))کښې مست شو نو نڅابه ئې کوله چونکې په چشتيه سلسله کښې ددغه کيفياتو داظهار اجازت ورکولے شى او باچاجان به دهغه دغه نڅاته په نوره درنه سترګه کتل درفيق شينوارى دغه عقيدت په ټول دربار کښې ورځ تر ورځ ځائې موندو .

په شروع شروع کښې رفيق شينوارے په ليک لوست نه پوهيدو نوحمزه بابا دهغه دليک لوست استاذ شو چونکې حضرت باچاجان دحمزه باباسره ډيره مينه لرله اوپه دې ډير خوشحاله ؤ چې رفيق خان دغه رنګه دوه کرښې ليک لوست زده کړى . دليک لوست سره رفيق شينوارى دشاعرۍ درموزرونه هم خبريدو چې کله زلمے شونو هم دباچاجان په مرضۍ ئې وادۀ وکړے شو دهغه کورودانه هم په قام شينوارې وه دوادۀ نه پس هغه ته الله تعالى دلوڼو سره سره دوه زامن شفيق اوغلام على ورکړل او ورځ ترورځه درفيق شينوارى دفن ځلاګانې په خوريدو شوې . ريډيو پاکستان پيښور هغه اداره ده چې په خپل ځان کښې دپوره اکيډيمۍ حيثيت لرى هم دې ادارې دفن کارانو روزنه کړې ده چونکې دکال ١٩٦١په خواو شا کښې بيارفيق شينوارى باقاعده قوالى وئيل شروع کړى وو نو ريډيو پاکستان پيښورهغه ديوښه فن کار په حيث هم وپيژندو.رفيق شينوارے چونکې دموسيقۍ اواهنګونو په ژبه پوهيدو نو دنغمو دطرزونو جوړولو هڅې ئې شروع کړې . په دغه طرزونو جوړولوکښې به په هغه يوالهامى

کيفيت خورؤ داځکه چې هغه بيا دخپل پير باچاجان نه ډيرې وظيفې اخستې وې ټوله ټوله شپه په ئې عبادت کولو په خپله دنياکښې به ورک ورک ؤ هم ددغه روحانى اثر وجه ده چې درفيق شينوارى هر جوړکړے ساز مشهور شو. په غه ورځو شپوکښې استاد راحدت حسين ( مرحوم) (دهارموينې استاد) استاد محمدظهير مرحوم (درباب استاد) استادبختيار ( دکلانټ استاد) استادغلام على ( داکاډين استاد) دخپل فن په حواله ډير معتبر نومونه وو دے ټولو درفيق شينوارى لمن ونيوله طرزونه جوړيدل نغمې خوريدې او په پښتنه ټولنه کښې دپښتو موسيقۍ نوى دور سترګې غړولې .

داستاذ خيال محمد مشر ورور چې ملوک نامه ئې وه اوپه بابومشهور ؤ هغه به هم درفيق شينوارى سره يوځائې دباچاجان په دربارکښې قوالى کوله. خيال محمد به دماشوم والى نه دخپل ورور سره هلته راتلو په ماشوم اوازبه ئې قواليانې وئيلې . هم دغه اثر ؤ چې کله خيال محمد ريډيوته اوبيا درفيق شينوارى لاسونوته راغے نو خيال شو حقه خبره داده چې که چرې نن څوک حمزه بابا ته د غزل باباوائى نو ددې غزل په بنيادى مقبوليت کښې درفيق شينوارى دطرزونو اودخيال محمد داوازولويه برخه ده بلکې دابه سره منو چې که چرې رفيق شينوارى دپښتو غزلو دخوندخوند طرزونه نه دى جوړکړے نن به پښتو غزل دومره وړاندې ګامونه نه وواخستى . چې کله د ١٩٧٠ په شروع شروع کښې دپښتو فلمونو باقاعده دويم دور شروع شونو دهرچاسترګې درفيق شينوارى په لور وې اګر چې دوړومبى فلم موسيقى استاد لعل محمد جوړه کړې ده څوک چې په پښتوژبه نه پوهيدو خودومره ده چې دهغه سره دمترنم شاعر اوديوسف خان شيربانو دليکوال استاد على حيدر جوشى مرحوم مرسته حاصله وه دې فلم ديونوى دور اغاز پيل کړو.

اوچې کله بيا رفيق شينوارى دپښتو فلمونو مخه وکړه نوداسې موسيقى ورکړه چې نن زمونږ دپاره دکلاسيک حيثيت لرى مونږ به داوربل ذکر کوو که دديدن دخانه بدوش خبره کوو اوکه د ((اقرار)) دټوپک زما قانون)) خبره به چيړو که ((ناوې ديوشپې )) رفيق شينوارى په زرګونو نغمې کمپوز کړې اود تعجب اومعجزې خبره داده چې داټول طرزونه داټولې نغمې سپرهټ شوې نن چې څومره طرزونه جوړيږى نو ورکښې هرموسيقار دافخر ګڼى چې درفيق رنګ ورکښې ځائې کړى . په عام ژوند کښې رفيق شينوارے ډير زيات مينه ناک اخلاص مند بې غرضه او خواخوږے انسان ؤ . هغه به دبل په غم درديدو ځکه چې په خپله ئې ډيرغمونه ليدلىوو ماپه وړومبى ځل دهغوى سره په کال ١٩٨٤ کښې هاغه وخت وليدل چې کله زۀ دپښتوموسيقۍ پروډيوسر شوم بيازما دهغوى سره يوفطرى عقيدت ؤ دهغه روحانى فکر اودهغه خوږو خبرو ته به زۀ هميشه ځير ځير ووم چې کله به ئې شعرونه لاس کښې واخستل دځان سره به دلږ ساعت دپاره اوګوڼيدو او ساعت به تيرنۀ ؤ چې داسې طرز به ئې جوړکړو چې عقل اوفکر به ورته حق دق پاتې شول .رفيق شينوارى په خپله ديوسازپه غږولوهم نه پوهيدو خومجال شته چې دهغه په کمپوزيشن کښې به چابې سره سازغږولے وے داځکه چې هغه په دغه رموزو پوهيدو ځنې نغمې لکه سړې سړى اوبۀ راوړمه ماذيګردے که نه دے (فرزانه) جانانه ښه شوه چې ته راغلې ( ماه جبين) وه خيالى جانانه ) خيال محمد) او نورې ډير رفيق شينوارى په ډيرلږ وخت کښې کمپوز کړىدى دازۀ پوره ډاډ ځکه ليکم چې دريکارډنګ موقع ئې ماته په لاس راغلې ده . رفيق شينوارى به که هرڅو دژوند نغمې په خلقو شيندلې خوخپل ژوندئې ساندې ساندې ، دکال ١٩٨٨ په خواو شاکښې دهغه زوې غلام على خودکشى وکړه ځان ئې په اور وسوزولو غلام على ځوان زلمے هلک ؤ او د رنګ نه دومره ښائسته ؤ چې ((حجرو)) اوتنورونو به ئې صفتونه کيدل دهغه دخودکشۍ وجوهات چې هرڅه وو خودرفيق ملائې ماته کړه يوه مصريزه چې رفيق شينوارى په خپله اوليکله اوبيامونږ دخيال محمد په اواز ريکارډکوله نو درفيق په سترګو کښې اوښکې تلې راتلې .

غم دې ليونے کړم جانانه، په لاره ځم ګوتې شمارم تايادومه)) ماورته ووې مشره داولې . هغه هيڅ ونه وئيل ښۀ راته ياد دى غير يوونيوو. سرئې ښکته کړو اودسټوډيونه بهر ووتو. درفيق شينوارى مرګ هم ډير عجيبه مرګ ؤ، لکه چې هغه ته الهام شوے ؤ دهغه پيرحضرت باچاجان لکه چې هغه ته په خوب کښې راغلے ؤ او ورته ئې وئيلى وو چې رفيق جانه راځه دادنيا نوره ستا په قدرنه پوهيږى چې رفيق جان زما خواته راځې استادنذيرګل چې ځان د رفيق شينوارى په شاګردانو کښې شميرى وائى چې دمرګ نه دوه ورځې مخکښې سهاروختى زمونږ دکور دروازه چا ووهله زۀ وار خطا شوم چې په توره تيارۀ څوک راغلل ځان مې غلے کړو دروازه بيا ووهلے شوه داځل په غصه ووتم چې بهر مې وکتل څوک نه وو واپس کروته راغلم لاساه مې اخستې نه وه چې بيا دروازه ووهلے شوه داځل چې بهر ووتم نودوه قدمه وړاندې لاړم چې ګورم په ګټ پير کښې رفيق شينوارى ولاړ دے ماورته سلام وکړو کورته مې راوستو ورته مې د چايو ووئيل هغه راته په غصه ووئيل چې داڅه وخت دے دخدائې نه ويره نه کوې چې راپورته شې او سجده ولګوله زۀ ستاسو دبې نمازه کسانو چائې نه څښم )) بيا په خندا شو وئيل نذير جانه خدائې خبر که بيا دې وينم صرف ستا ليدلوله راغلے ووم ددې سره هغه دکوره ووتو زۀ او زما دکور خلق حق دق پاتې شو ځکه رفيق شينوارى کله هم دومره وختى زمونږ خواته نه ؤراغلے .په پيښورکښې دټولوشاګردانو سره دليدونه پس هغه بياکراچۍ ته لاړو هلته ئې دټولو مئينانونه اجازت واخستو او چې کله کورته واپس راغے نودماښام سره ئې غسل وکړومونځونه ئې وکړل اومخ په قبله پريوتو چې کله سهار شو اودکورخلقو رفيق بابا ته اواز کولو نو دغه دپښتوموسيقۍ په رنګ کښې د تصوف دوجودت اوشهوديت دلارې لوئى فنکار دهميشه هميشه دپاره سترګې پټې کړې وې . درفيق شينوارى دمرګ غم ډير خلق اوژړول دهغه په جنازه کښې ډيرو خلقو مخونه ووهل داهرڅه يو روحانى تړون ؤ يوه داسې مينه وه چې چاورته نوم نشو ورکولے خودهرچانه زيات درد حمزه بابا ته ورسيدلو.

داځکه چې رفيق شينوارے دهغه شاګرد، دپير مريد، اود هغه نه سيوا دهغه د شاعرۍ ښکلے ترجمان ؤ . درفيق شينوارى دمرګ نه پس يوپښتون هم دهغه دکور خبر وانخستو چاهم داتپوس ونکړو چې د دومره لوئى فن کار نه پس دهغه په بچو اوښځه څه تيريږى . دپښتون دغه بې حسى زمونږ اجتماعى مرګ ګنې دے رفيق شينوارے دهيرولوانسان نه دے دهغۀ زمونږ په کلتورى ژوند دومره ډيرې پيرزوئنې دى چې شمار ئې بيخى ګران څه چې ناممکن دے. دهغه دژوند بله الميه داهم وه چې دهغه دويم زوې شفيق شينوارى هم خودکشى وکړه په خوشې کوټه کښې ئې خپل ځان په خپله پانسى کړو هيچا دافيصله ونکړه چې داولې ؟ دوه کاله وړاندې چې مادهغه ميرمن وليده اوورته مې ووې چې دريډيو له خواستاسودپاره څه پيسې منظورې شوى دى نو دبيابيا دعاګانو نه پس ئې راته وويل چې زويه زما زومان ددې نه خبر نشى او چې ماترې وجه وپوښتله نو هغه تراخه تراخه حقيقتونه ئې راته بيان کړل چې زړۀ ئې راته ژوبل ژوبل کړو زما زړۀ ته ډيرې خبرې راغلې ځان سره مې ډير ووژړل .

خوزما ژړابه درفيق شينوارى روح ته کوم سکون رسولے وى ؟ دايوازې درفيق شينوارى خبره نۀ ده مونږ چرې هم دخپلو هغه اتلانو قدرنه دے کړے کوم چې دغريبۍ اوبې وسۍ په حال کښې مړه دى مونږ دزر دارانوقدر په ژوند هم کولو اودمرګ نه پس ئې هم قصيدې وايو ګنې داټول قام پرست دې ئې فيصله وکړى چې دواحدګړۍ دسيدمهدى شاه باچا دمرګ نه پس دهغه دقبر په لورى چرته ورغلى دى ؟ داټول موسيقاران اوهنرمندان چې ځان ته درفيق شينوارى شاګردان وائى چرته دحضرت باچاجان په دربارکښې درفيق شينوارى قبرته اودريدلى دى . دهغه دبې وسه کونډې نه ئې تپوس کړے دے چې وايه کنه مورې تاخو هم يوشاهى دور ليدلے دے اوس درباندې نهرې شپې ورځې څنګه تيريږى . چرته يوسرکارى اهل کار درفيق کورته ورغلے دے چې دے فن کارته خوحکومت صدارتى تمغه حسن کارکردګى ورکړې وه ددې دبچوڅه حال دے .

خدائې ګواه دے زۀ چې کله هم په خپله اجتماعى بې حسۍ سوچ کوم نو دزړۀ نه مې يودرد خيژى خوڅه وکړم وس چار نه لرم دغه قلم لرم چې دپښتون فن کار اوپښتو پال نه ځار دے . زۀ چې ددومره کالونو تيريدو باوجودکله هم درفيق شينوارى لافانى طرزونه اورم نو دزړۀ دتل نه مې دادعا راووځى چې رفيق جانه خدائې دې وبخښه رفيق جانه خدائې دې وبخښه

.

داچې مونږه دسپرلو سندرې وايو

ليونى دليونو سندرې وايو

هسې ډيرې دپښتوسندرې وايو

مونږ دپت ښيګړې تورې وفانه يو

په خپل کورکښې دپردو سندرې وايو

بل ددې به دحالاتو جبرڅه وى

دغورځنګ اوپاڅيدو سندرې وايو

مونږ دمړقام په غوږونو کښې لائقه

References

  1. "Some famous movies as a Composer.".
  2. "A Biography of Rafiq Shinwari in Pashto.".
  3. "Azam terms artistes as national assets.". PPI - Pakistan Press International. September 7, 2004. Retrieved 2009-08-29.

Audio and Videos Pashto Songs of Rafiq Shinwari

This article is issued from Wikipedia - version of the 3/15/2016. The text is available under the Creative Commons Attribution/Share Alike but additional terms may apply for the media files.